ذبیح الله مجاهد.
له پروان ولايت نه ترلاسه شوی خبروايي چې اشغالګرو عسکرو د عامو خلکو په کورونو بمبار کړی چې له امله يې 5 تنه شهيدان شوي دي.
د خبر له مخې اشغالګرو تېره ورځ د وازغردرې په سيمه کې د عامو خلکو په کورونو چاپه ووهله چې د تالاشي په پلمه يې ورته زيات مالي زيانونه او واړول او ډېر څه يې ترې غلا هم کړل.
په سيمه کې د مجاهدينو او اشغالګرو ترمنځ نښته هم شوې چې دښمن ته پکې مرګ ژوبله اوښتي ده.
د سيمي خلک و ايي د اشغالګرو عسکرو الوتکو نن د ورځي په سيمه بمبار وکړ چې له امله يې د قربان الله کور وران او د مېرمني په ګدون يې 2 زامن او 2 لورګاني شهيدان شول، انالله وانااليه راجعون.
د خلکو په وينا په سيمه کې ګڼ شمېر عسکر ولاړ دي او څوک نه پرېږدي چې شهيدان له خاورو خځلو وباسي.
خبر ځای زياته کړې عسکرو د جان ګل په نوم يو تن کليوال په ډزو شهيد کړی دی.
افغانستان